د ناټو سرمنشي ینس سټولتبرګ پرون د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال افغانستان کې د امریکا په مشري د ناټو ۲۰کلن ماموریت له لاسته راوړنو ډک وباله.

هغه ویلي چې ناټو توانېدلی له افغانستان څخه د دغه سازمان په متحدانو د هر ډول ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي، نړیوال تروریستي سازمانونه کمزوري کړي او د نړیوالو ترهګرړ ډلو په خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي. خو د چارو یو‌شمېر شنونکي بیا افغانستان کې د ناټو په ځانګړې توګه د امریکا ماموریت بې‌ پایلې او له ماتې سره مل بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې پخوانی غړی صالح محمد صالح وایي، ناټو افغانستان کې هېڅ ډول لاسته راوړنې نه ‌لري او سره له دې چې په تېرو شلو کلونو کې یې ډېر لګښتونه کړي، خو ټول بې‌ ګټې او له فساده ډک وو او داسې کوم اساسي کار یې نه دی کړی چې د افغانانو په ګټه وي.

هغه وویل، افغانستان کې د بهرني پوځي حضور پرمهال ترهګرې ډلې نورې هم فعاله او ډېرې شوې، د فساد کچه لوړه شوه، د بیارغونې چارې تش په نامه وې او دولتي لوړپوړي چارواکي به هم د دوی په مشوره ټاکل کېدل.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې ناټو په داسې څرګندونو سره غواړي د خپل ملت په سترګو کې خاورې وشیندي او په تېرو دوو لسیزو کې دوی په افغانستان داسې بنسټ‌ییز کارونه نه دي کړي چې له مخې یې قوي او ځواکمن حکومت جوړ شوی وای.

په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی میربت خان منګل هم په دې باور دی چې ناټو او امریکا افغانستان کې هېڅ لاسته راوړنې نه ‌لري او د خپل ماموریت پرمهال یې افغانانو ته فساد، بې‌ثباتي ژبنی نفاق او نورې ستونزې راوستي.

نوموړي وویل، سره له دې چې نړیوالو افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې ټينګار کړی، خو په وینا یې، اوس هېواد کې له شلو ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او ناټو او امریکا اوس هم د داعش په پیاوړي کولو کې لاس لري. د منګل په وینا، افغانستان کې د ټولو ناخوالو اصلي لامل ناټو سازمان او امریکا ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون ورځ  پیل شوه چې نن هم دوام کوي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم بحث کېږي. د ناټو غړي هېوادونه غواړي افغانستان کې د دغه سازمان د څو کلونو د پوځي ماموریت یوه ګډه ارزونه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام