Asset 1SWN

ناټو به افغانستان کې خپل ملکي حضور ته دوام ورکړي

NATO-10-p82it4rpjmntkua2exfwnj0ncx5zave4hzi6qjd47o

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هم‌مهاله د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه به له کابل څخه خپل ملکي حضور او ډېپلوماتیک ملاتړ ته دوام ورکوي، او د افغان امنیتي ځواکونو د ځان بسیاینې او وړتیاوو لوړولو په برخه کې به له دوی سره همکاري او سلا مشورې ورکوي.

پرون سه شنبه په بروکسیل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې له پیل وړاندې ینس سټولټنبرګ وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له دغه هېواد سره د اړیکو د پرېکون په معنا نه دی، نوموړي زیاته کړه له شک پرته افغانستان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له ستونزو او ننګونو سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په باور له افغانستان څخه په بشپړه توګه د ناټو ځواکونو وتل، یوه ګواښوونکې پرېکړه ده او په وینا یې چې په افغانستان کې د دوی حضورهم له خطره خالي نه ده او ښایي په دې هېواد کې د دوی شتون د تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب شي.

که څه هم ینس سټولټنبرګ وایي چې په افغانستان کې به د ناټو نظامي حضور صفر ته راښکته کړي، خو ډاډ ورکوي چې ناټو سازمان به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ، روزنې او سلا مشورو په برخو کې خپل غیرې نظامي حضور ته دوام ورکړي.

د ناټو سر منشي له دې وړاندې ویلي و چې د غوڅ ملاتړ ماموریت پای ته رسول، له افغانستان سره د مشارکت پای نه دی، بلکې د همکاریو او مرستیو د نوي فصل پیل دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تراوسه له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو بهیر ۴۴سلنه بشپړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام