د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې اوکراین کې روان کړکېچ ته په کتو باید نړۍ د افغانستان وضعیت هم له پام څخه ونه غورځوي.

دغې کمېټې پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، نړۍ باید په افغانستان کې د لوږې د مخنیوي، د افغانانو د ژوند ژغورنې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د وحشت‌ناک وضعیت د ختمولو په برخه کې له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې اقتصادي ناورین ته د رسېدو او افغانانو څخه د ملاتړ په موخه د مرستو د ډېروالي په برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو وروستي ګامونه ستایلي دي.

په ورته مهال په خبرپاڼه کې راغلي چې د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې افغانستان ته د مرستو راټولو لپاره د کنفرانس د جوړېدو په درشل کې دې کمېټې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د کمېدو لپاره د بشردوستانه مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې همداراز د نړیوالو بانک هغه پرېکړه هم ستایلې چې د افغانستان بیارغونې صندوق څخه د ملګرو‌ملتونو سازمان بنسټونو او نورو مرستندویه بنسټونو ته یو میلیارد ډالر ورکوي چې په دغه هېواد کې د ناورین مخه ونیسي.

دې کمېټې زیاته کړې چې افغانستان کې د ناورین ته په پام، دا پیسې باید ژر تر ژر ووېشل شي او هغه ښوونکي او روغتیايي کار کوونکي چې له اوو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي، له دغو پیسو څخه استفاده وکړي.

په همدې حال کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې همداراز ویلي، افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا د تېر کال په پرتله درې برابره زیاته شوې، هغه هم په اسې حال کې چې د اړتیا وړ مرستې تراوسه څه باندې ۸۰ سلنه نه دي برابرې شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغانستان کې بشري وضعیت ترینګلی دی او نړیوالو بنسټونو په دغه هېواد کې د یوې فاجعې د پېښېدو خبرداری ورکړی دی. په ورته مهال پر اوکراین د روسیې برید د نړۍ پام دغه هېواد ته ورټول کړی او افغانستان کې یې ناورین پراخ کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام