ناپېژنده وسله‌والو هرات کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

د هرات امنیتي چارواکي وایي چې دا پېښه پرون شپه د هرات د انجیل ولسوالي په خواجه سرمه کلي کې رامنځته شوې ده. د هرات د امنیه قومنداني ویاند محمود رسولي سلام وطندار ته وویل چې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې په کې یو سپین ږیری، یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي، په مرموز ډول د وسله‌والو له خوا وژل شوي دي.

سراج‌الدین حقاني: د کورونو د پلټنې پرمهال دې خلک ونه ځورول شي

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کور په کور پلټنې له بهیر څخه شکایتونه وشول، اوس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د کورونو د تلاشۍ پرمهال باید څوک ونه‌ ځورول شي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پولیسو اکاډمۍ څخه د سلګونه افسرانو د فراغت‌غونډې پرمهال وکړې.

لوګر کې یوه کس خپله مور وژلې 

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوسېدونکي وایي چې پرون د دغې ولسوالي په پنج پای سیمه کې یو کس خپل مور وژلې او خپله مېرمن یې ټپي کړې ده.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: نړۍ باید د اوکراین ترڅنګ افغانستان ته هم پام وکړي

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې د اوکراین ناورین ته د نړۍ د پام وګرځېدو ته په کتو باید د افغانستان وضعیت هم له پام څخه ونه غورځول شي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې اقتصادي ناورین ته د رسېدو او افغانانو څخه د ملاتړ په موخه د مرستو د ډېروالي په برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو وروستي ګامونه ستایلي دي.