د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د مسکو پر وخت نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې د اوکراین پر کاریوپول او وولنوواخای ښارونو باندې خپل بریدونه دروي.

د روسیې انټر فاکس خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې دغه لنډمهالی اوربند به له دغه ښار څخه د ملکیانو وتلو ته زمینه برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اورکراین په ختیځ کې د دونټسک سیمې د پوځي ادارې رییس پاولو کریلنو هم د ملکیانو د تخلیې لپاره دا لنډ‌مهالی اوربند تایید کړی دی. نوموړي ټينګار کړی چې د اوکراین دولت اوس مهال د ملکیانو د تخلیې پر څرنګوالي کار کوي، څو وکولای شي له دغو دوو ښارونو څخه ملکي وګړي وباسي.

ماریوپول او وولنوواخا د اوکراین دوه هغه ښارونه دي چې له څو ورځو راهیسې د روسي ځواکونو د درنو بریدونو لاندې دي چې د ماریوپول ښار اوس د روسیي ځواکونو تر سختې کلابندۍ لاندې دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د ماریوپول ښاروال ویلي و چې د دغه ښار اوسېدونکي اوبو او خواړو ته اړتیا لري. نوموړي په دغه ښار کې ګېرپاتې وګړو ته د خوړو او درملو د رسولو لپاره د لارو د پرانستلو غوښتنه کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام