غور کې ۱۶کلنه مهتاب چې په غوږو څه نه اوري او په اشاره خبرې کوي، د رسامۍ هنر کې ښه استعداد لري. هغه د غور د کڼو ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کونکې ده او وايي چې کوڼ‌والی یې د پرمختګ مخه نشي نیولی.

مهتاب چې په تازه‌ګۍ سره یې د غوریانو د پاچاهانو انځورونه رسم کړي وايي، په دې کار سره یې وښوده چې معلولیت د استعدادونو مخه نه شي ډپ کولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مهتاب خبرې د هغه ښوونکی داسې بیانوي: «وايي، هره ورځ له خپلو ټولګيوالو سره ښوونځي ته د زده‌کړو لپاره ځو. په کور کې مې ورور او مور ملاتړ کوي. دا چې له زده‌کړو سره  لېوالتیا لرم، رسامي مې هم خوښېږي او هره ورځ چې ښوونځي ته ځم، نو دا احساس راسره پیدا شوی چې زه هېڅ ناتوانه نه یم او توانه لرم.»

مهتاب د غوریانو د پاچاهانو تازه رساميو په اړه د اشارې په ژبه وايي، دا هغه کسان دي چې زیار یې اېستلی، زده‌کړې یې کړي او  دې ځای ته یې ځان رسولی دی. نوموړې زیاتوي چې سلطان راضیه چې د غور له بریالیوو شاهانو څخه وه، زیار یې وېستلی و او په خپله یې د یوې پادشايۍ مشري کوله.

هغې وویل، ښوونځی یې ودانۍ نه لري او په کمو امکاناتو سره د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست په یو څو خونو کې درس لولي.

هغه د اسلامي امارت مسوولانو او نورو ملي او نړیوالو سازمانونو څخه غواړي، چې د ښوونځي ملاتړ یې وکړي. د مهتاب ورو ګل‌احمد وايي، خور یې هڅه کوي چې د رسامۍ هنر له لارې هېواد ته خدمت وکړي.

د غور د کڼو ښوونځي ښوونکی نور احمد هم وايي، سره له دې چې هغوی ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم توانېدلي دغه ښوونځي کې غوره استعدادونه وروزي.

د غور د شهیدانو او معلولینو ریاست سرپرست عبدالحکیم سمیر وايي، د دغه ولایت د کڼو ښوونځي زده‌کونکي ښې وړتیاووې لري او دوی هم هڅه کوي هغو کسانو ته چې په غوږو څه نه اوري د ښوونې او روزنې مناسب چاپریال برابر کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «په رښتیا سره ډېر استعداد لرونکي او روښانه کسان شته دي. مونږ هڅه کوو له هغو بنسټونو سره چې همکاري لرو، دوی ته سرپناه جوړه کړو او لا پرمختګ وکړي. هغه نور کسان چې له دې بهیر او زده‌کړو ناخبره دي، هغه دې هم راشي او له دې زده‌کړو دې برخمن شي.»

د غور د ځايي مسوولانو د څرګندونو پر اساس، د دغه ولایت د کڼو ښوونځی لس کاله وړاندې د ګلوبل پارټینر موسسې له خوا جوړ شو او کاڼه او ګونګي زده‌کونکي په کې درس ولولي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې دغه ښوونځي کې ۲۶ کسان زده‌کړې کوي، چې ۹ یې نجونې دي. د دغه ښوونځي زده‌کونکي د مختلفو مضمونونو ترڅنګ، د کمپیوټر او انګلیسي ژبې درسونه هم لولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام