د کابل ښاروالۍ مسوولان پلازمېنه کابل ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیلولو څخه خبر ورکوي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي، دغه کمپاین سره له نن څخه پیل شوی او تر یوې میاشتې به د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې دوام کوي. د دغه بنسټ ویاند زیاتوي ټاکل شوې دغه کمپاین کې شاوخوا ۲ سوه زره نیالګي کېنول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، تمه کیږي چې د خلکو په ملاتړ دغه شمېر نور هم زیات شي.

په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ معین عصمت‌الله عاصم د نیالګیو کېنولو کمپاین مراسمو کې له کابل ښاریانو غواړي چې د شنو ساحو رامنځ ته کولو او د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره هر کس یو نیالګی کېنوي.

عاصم ټینګار کوي چې کابل ښاریان باید د چاپریال وضعیت ښه‌والي لپاره د شنو سیمو خوندیوب او ساتلو کې هڅې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، که څه هم پلازمېنه کې د ۲ سوه زره نیالګیو کېنول کم دي، خو سوداګرو ژمنه کړې، چې دغه بنسټ سره به د شاوخوا ۱۰ زره نورو نیالګیو مرسته هم وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام