Asset 1SWN

سږ کال به ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ ميليونه نيالګي کېنول شي

636240525542511100

 

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رييس شاه زمان میوندي د نيالګيو د کېنولو ملي کمپاين پيل کړ او ويې ويل، ټاکل شوې سږ کال په ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ ميليونه نيالګي کېنول شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نیالګیو کېنولو ملي کمېټې د یوه پروګرام په جوړولو سره ټينګار کوي چې د هېواد د لا زرغونېدا لپاره بايد دولتي او خصوصي سکټور او همداراز ټول هېوادوال په دې برخه کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال او د نیالګیو کېنولو ملي کمېټې غړي شېرشاه امیري وویل، سږ کال به د تېر کال په پرتله ډېر نیالګي کېنول شي.

د ولسمشر د حکم پر بنسټ د حوت میاشتې شلمه تېر کال د نیالګي کېنولو ملي ورځې په توګه ونومول شوه چې له هغې را وروسته د نیالګیو کېنولو کمپاین په دغه ورځ پیلېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام