د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح‌ وايي، کابل کې د لوړو ودانيو مالکان چې په ژمي کې د پلازمېنې د هوا ۴۰سلنې ککړتیا کې برخه لري، د دود د تصفيې فلټر نصب نه کړي، د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولان به له دندو ګوښه کړي.

امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولان دې د لوړو ودانيو مالکانو ته د دود د تصفيې د فلټرو د نصب خبر ورکړي.

له دې سره د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، ژمی راورسېد او  کابل ککړې هوا يې ژوند ستونزمن کړی دی.

ښاريان په دې برخه کې مسوول بنسټونه په بې‌کفايتۍ تورنوي او وايي، د چاپېريال ساتنې ملي اداره د کابل د ککړې هوا مسووله ده.

د کابل يو اوسېدونکی سلام‌وطندار ته وايي، مسوول بنسټونه نه‌شي کولای په لوړو ودانيو کې د ډبرو د سکرو د سوځېدو مخنيوی وکړي.

د کابل ښاروالۍ ويانده سمیرا رسا سلام‌وطندار ته وايي چې د کابل ښاروالۍ په يوازې توګه نه‌شي کولای د دې کار مخنيوی وکړي او بايد نور بنسټونه هم په دې برخه کې همکاري وکړي.

د چاپېريال ساتنې ادارې د تفتيش رييس نېک محمد سلام‌وطندار ته وايي، د پلازمېنې د ککړې هوا پاکوالي لپاره پنځه کلن پلان لري چې ۱۳ ادارې به يې د تطبیق په برخه کې همکاري کوي.

نوموړي زياته کړه، د ۳۷۰ لوړو ودانيو مسوولانو وروسره ژمنه کړې چې د دود د تصفيې فلټرې نصبوي.

نېک محمد همداراز وويل، په هغه حال کې چې دغو ودانيو کې د دود د تصفيې فلټرې نصب نه‌شي نقدي جريمه کېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام