Asset 1SWN

صالح نور د شپږ نيمو بجو د غونډو مشري نه‌کوي

Amrullah-Saleh-p476sxkjflggida9ldfgasx5bo9rife8ks1m4bhuvo

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې يې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر خپله غاړه واخیست او د شپږنیمو بجو ناستې یې پیل کړې څو د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې سمون راولي، اوس وايي، نور د یادو غونډو مشري نه‌کوي ځکه چې د ده په باور اوس دغه بهیر خپل ځای پیدا کړی او ښه روان دی.

نوموړی زياتوي، په دې ناستو کې يې زرګونه واړه کارونه سرته رسولي او لسګونه لوی کارونه يې د بشپړېدو په حال کې دي.

 صالح همداراز وايي، د شپږنيمو بجو غونډو کې يې کابل کې د باج‌ګيرۍ ډېرې شبکې له منځه وړي او زورواکي نور نه‌شي کولای چې له بې‌بندو بارو ساتونکيو سره خلکو سره زیاتی وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په دې ناستو کې پوليس پياوړي شوي او روحيه يې پيدا کړې چې نور به له زورواکو نه وېرېږي او ډېر شمېر مجرمان يې سمې لارې ته راوستي دي.

امرالله صالح ويلي، د امنيتي ځواکونو د قربانيانو کورنيو ته د ځمکو تثبيت، لوی کار يادوي او وايي، ټاکل شوې د راتلونکي کال حمل مياشتې پورې د امنيتي ځواکونو قربانيانو، شهيد او معلولو شاوخوا ۱۲ زره کورنيو ته کابل کې ځمکه ووېشي.

امرالله صالح د خپلو پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې د جمهوري رياست د ملاتړ هم مننه کړې ده.

نوموړی وايي، د شپږ نيمو بجو د غونډو له پيله ورته د خلکو له لوري تر اوسه پورې ۳۰زره راپورونه ورکړل شوي چې د راپورونو پر بنسټ يې کابل کې د مجرمانو ډېرې شبکې ځپلي هم دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په وينا، يو شمېر هغه کسان چې نيول شوي د داعش ډلې غړيتوب لري او بې‌سواده دي او د داعش کلمې پر معنا هم نه پوهېږي او يو شمېر ترهګر چې کابل ښار کې يې چسپکي ماينونه ايښي، په زوره  د دغه جنايت کولو ته اړ کړل شوي دي.

صالح زياتوي، د دوی څېړنې ښيي چې طالبان هڅه کوي خپلې مرګ‌ژوبلې پټې کړي او جسدونه له پېژندګلوۍ پرته خاورو ته وسپاري. د نوموړي په وينا، طالبان کورنيو ته د عدالت غوښتنې اجازه نه ورکوي او  يو شمېر جسدونه هم پاکستان ته لېږدول کېږي.

امرالله صالح ټينګار کړی چې د شپږنيمو بجو غونډې دوام لري او دوام به کوي. نوموړي همداراز ويلي، د امنيتي بنسټونو پياوړي کول به يې د مسووليتونو يوه برخه وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام