د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په لویو ښارونو کې د ترور کچې د لوړېدو مهم لامل دا دی چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حال کې بښل کېږي او د خپلو کړنو سزا نه ویني.

امرالله صالح واي، د دې ستونزې یوه اساسي حل لاره د یو شمېر نیول شویو اعدامول دي، تر څو پاتې نور ترې عبرت واخلي.

صالح د کابل په لسمه ناحیه کې پرونۍ هغې پېښې ته په اشارې چې په‌کې دوه قاضيانې ووژل شوې ليکلي چې  قدسیه د سترې محکمې د تحقیق او مطالعاتو د څانګې غړې چې ۵۳ کاله عمر یې درلوده او قاضي ذکیه د سترې محکمې د سوداګریز دیوان غړې چې ۳۴ کاله عمر یې درلوده ، پرون هغه مهال په ډزو ووژل شول چې دندې ته روانې وې.

نوموړی وايي، په دې اتیا ورځو کې چې زه دا مسلې په جزيياتو سره څارم، ګورم چې پولیسو او ملي امنیت دواړو د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او  نیول شوي کسان د «بلبلو» په شان اعتراف کوي، خو ټوله هیله یې داده چې یوه ورځ به پرته له رښتینې مجازات خوشې شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د دغې ستونزې پر حل ټینګار کړی او ویلي، دغه موضوع به چې نیول شوي تروریستان باید اعدام شي، د قانون د حاکمیت عالي شورا غونډه کې مطرح کړي. نوموړی زياتوي، «ترهګر چې نیول کېږي، باید اعدام شي.»

امرالله صالح له دې وړاندې هم له قضاييه قوې غوښتي و چې نيول شوي ترهګر دې علني محاکمه کړي او د قربانيانو کورنۍ دې د محکمه کې د شاهدانو په توګه حضور ولري.

د صالح له يادې غوښتنې وروسته ولسمشر هم له قضايه قوې وغوښتل چې ترهګر په علني توګه محاکمه کړي.

امرلله صالح همداراز ليکلي، پرون د کابل پولیسو څو ماشومان او نوي ځوانان چې د روزنې لپاره طالباني مدرسو ته لېږدول کېدل، ونیول او خپلو کورنیو ته یې وسپارل.

د امرالله صالح دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې دې وروستیو کې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام