Asset 1SWN

سلام وطندار

صالح: د کابل د پولیسو تشکیل به دوه برابره شي

132891898_2788093678068771_1955702348706510687_o-1-248x165

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې ټاکل شوې د شپږ‌نیمو بجو د غونډو/امنیتي تړون د وړاندیز له مخې د کابل د پولیسو تشکیل دوه برابره شي.

نوموړي نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، پرتلیزې ارزونې ښيي چې کابل ان په امن او سوکالۍ کې هم د نړۍ، په ځانګړي ډول د درېیمې نړۍ د وګړو شمېر ته په کتو تر ټولو کم‌شمېر پولیس لري.

صالح وايي چې د پولیسو شمېر به په بشپړ زغم او دقت ډېر شي. د هغه په وینا، دغو لیکو ته به د هغو کسانو د ننوتلو مخه ونیول شي چې شرایط او معیارونه پوره نه کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د پولیسو د جذب لپاره به معیارونه وټاکل شي چې یو به یې هم د کشف او څېړنې په برخه کې لومړنۍ پوهه وي.

امرالله صالح وايي، ارماني پړاو ته تر رسېدو پورې پورې د کابل د غرونو پوستې ملي اردو او د ټولو موسسو او د کورنیو چارو وزارت د یوې برخې پوستې د عامه ساتنۍ تصدۍ ته سپارل کېږي.

د هغه په وینا، د عامه ساتنې تصدۍ ته د ادارو د امنیت ساتلو مسوولیت سپارل لامل شوي چې نږدې ۵۰۰ پولیس بېرته خپلو اصلي دندو ته را وګرځي.

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام