Asset 1SWN

کابل کې د خیاطانو کاروبار ۷۰ سلنه زیات شوی

خیاط

په کابل کې یوشمېر خیاطان چې د نارینه‌وو جامې ګنډي وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې یې کاروبار تر ۷۰ سلنې ښه او زیات شوی دی. جمال‌الدین چې شل کاله کېږي د کابل ښار په بهارستان کې د جامو ګنډلو دوکان لري وايي، د اختر په را نږدې کېدو سره یې کارونه زیات شوي او تر نیمو شپو جامې ګنډي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «کاروبار مو د اختر له کبله ښه دی. دا زموږ کلتور دی چې جامې جوړوو. د ورځې له ۴۰ تر ۵۰ جوړو جامې د ګنډلو لپاره اخلو او ورته تیاروو یې.»

ګل‌افضل‌ هم په کابل ښار کې جامې ګنډي. هغه وايي، په وروستیو اوونیو کې یې کارونه ښه شوي او په وینا یې، دی او همکاران یې هره ورځ تر شلو جوړو جامې ګنډي. «د تېرو ورځو په پرتله کارونه ښه دي او د اختر په شپو او ورځو کې د ورځې له څوارلس تر شل جوړو جامې تیاروو.»

په افغانستان کې د اختر لپاره د نویو جامو ګنډل پخوانی دود دی او هره کورنۍ هڅه کوي چې خپلې مالي وړتیا ته په پام د کورنۍ غړیو لپاره نوې جامې جوړې کړي. د کابل ښار اوسېدونکي میرویس او فضل‌الرحمان په دې اړه وايي:

«په روژه کې د اختر ورځو لپاره خپل کلتور ته پام هڅه کوو چې د ځان لپاره جامې جوړې کړو.» «ما د ځان او کوچني ورور لپاره نوې جامې ګنډلې دي او په پام کې لرم چې د اختر په ورځ یې واغوندم.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په کابل ښار کې د خیاطانو او رخت‌پلورونکو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، د جامو ګنډونکو د کاروبار له ښه کېدو سره هم‌مهاله په کابل ښار کې د رخت پلورلو بازار هم تود شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام