د اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ترکیې دفاع وزیر خلوصي آکار ویلي، ترکیه له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي. د دغه راپور پر بنسټ، د ترکیې دفاع وزیر څرګنده کړې چې دغه هېواد غواړي ډېر ژر له افغانستانه خپل ټول سرتیري راوباسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې دفاع وزیر ویلي: «سره له دې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې ډېره ګڼه ګوڼه ده، خو له افغانستانه د سرتېرو د اېستل بهیر پرته له کومې ستونزې له پلان سره سم دوام لري.»

له دې وړاندې تمه وه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت خوندیتوب چارې ترکیه پرغاړه واخلي.

د محمداشرف غني د دولت له سقوط سره، داسې ښکاري چې په دې برخه کې د ترکیې هېواد پرېکړه بدله شوې ده.

په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس د دوو ترکي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې طالبانو له ترکیې غوښتي، څو د اګست تر وروستۍ نېټې دې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې طالبانو له ترکیې غوښتنه کړې چې د بهرنیانو له وتلو وروسته دې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د چارو مخته وړو لپاره له دوی سره په تخنیکي برخو کې مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام