هر کال خلک په دواړو اخترونو کې خپلو کورنیو ته نوې جامې ګنډي چې دا د خیاطانو کاروبار ته هم رنګ ورکوي، خو سږ کال د بې وزلۍ له امله د خیاطانو کاروبار هم پیکه شوی دی.

په هلمند کې یوشمېر خیاطان وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار ۵۰ سلنه کم شوی دی. ننګیالی او مسعود چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خیاطي کوي وایي چې د دوی د کاروبار د کموالي لامل اقتصادي ستونزې، بې وزلي، بې‌کاري او کډوالي دی چې د دوی پر کاروبار یې منفي اغیز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ننګیالی وایي: « د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی همدې امله خلک نوي جامې نه کوي. د خلکو زړونه مات شوي او ډیر خلک له هېواده ووتل. هر کال په داسې ورځو کې مو ۱۵۰ تر ۲۰۰ جامې غنډلې، خو سږ کال مو ۱۰۰ جوړې هم نه دي ګنډلي. پخوا به خلکو ۳ جوړې هم کولې خو اوس خلک د یوې جوړې د ګنډلو توان هم نه لري.»

مسعود هم وایي: « ستونزه دا ده چې ټول ځوانان ایران او نورو هېوادونو ته ولاړل. د خیاطۍ کاروبار په همدې ځوانانو جوړ و، ځکه هغوی نوې جامې غنډلې. بل دا چې دا خلک هم اوس بې‌کاره دي او ښه اقتصادي وضعیت هم نه لري.»

په همدې حال کې د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، دوی هڅه کوي چې د دغه ولایت د اوسېدوونکو اقتصادي ستونزې حل کړي او هغوی ته کاري زمینې برابرې کړي.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عطامحمد اخلاقي وایي: « د خیاطانو خبره چې تاسې وکړه، که چېرې زمونږ همکاري د هغوی په ګټه دی، مونږ چمتو یوو چې هغوی سره همکاري وکړو. هغه خیاطان چې کار ته اړتیا لري، مونږ ته دې مراجعه وکړي څو په هر ځای کې چې وي ورسره ځو، مونږ د ټولو غږ اوروږ، هغه ځوانانا چې ستاسې د راډیو له لارې زمونږ غږ اوري زمونږ د سوداګرۍ خونې ته دې مراجعه وکړي او زمونږ په توان کې چې هر څه وي، تر کابل یه بل ولایت ته ورسره ځو که چېرې زمونږ په توان کې نه وي هغوی ته کاري زمینې برابرو.»

د يادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې خياطانو له اختر څخه ١٥ ورځې مخکې هم د ګنډلو لپاره د خلکو جامې نه اخیستې، خو اوس زیاتره خیاطان تېر په شان کار نه لري او د هغوی کاروبار کم شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام