د هلمند مسوولان وايي، تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د بېلابېلو ۱۳ ټرافيکي پېښو له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا پېښې د هلمند په بېلابېلو برخو او ولسوالیو کې شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې ټرافیکې پېښې په باباجي، ناوې، مارجې، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې شوي چې له کبله یې ۵ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او ګړندی تګ بلل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام