د تورخم_ جلال‌اباد پر لويه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ننګرهار محلي مسوولان وايي، پېښه د بټي‌کوټ ولسوالي اړوند څلورم فارم سيمه کې د دوه «ټېلرو او سوزکۍ» موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسوولان وايي، په ټپیانو کې د یوه کس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی. په ورته مهال مسوولانو زياتوي چې دا پېښه د ټېلر موټرو د نه پاملرنې او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې د تورخمـجلال‌اباد لویه لاره يوه له ګڼې ګوڼې ډکه لار ده چې د سړک د تنګوالي او موټر چلوونکو د نه پاملرنې له امله پرې وخت نا وخت ورته پېښې رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام