د فاریاب محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.

د مسوولانو په وینا، یاده ټرافیکي پېښه نن سهار ۹بجې د فاریاب مرکز میمنې ښار او المار ولسوالي پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فاریاب د ټرافیکو مدیر نجیب‌الله خیبر سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د دوو «مازدا» ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې پرمهال یې درې کسان مړه شوي دي.

خیبر زیاته کړې چې پېښه د میمنې ښار او المار ولسوالي پر لویه لاره د «قوروق‌سای» سیمه کې شوې چې دواړو موټرو کې سپاره درې واړو کسانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فاریاب د ټرافیکو مدیر همداراز زیاتوي چې ورته ټرافیکي پېښې د موتر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ټرافیکي قوانینو سره د نه بلدتیا له امله رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام