د ښځو لاسي صنایعو درې‌ورځنی نندارتون نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شو. ۶۰۰ ښځو په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي، څو یې لپاره پېرودونکي ومومي.

د ښځو په لاس جوړ شوي څیزونه او د هغوی تولیدات په ۸۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه نندارتون جوړوونکي وايي، هڅه کوي چې د ښار د ښځو تولیدي محصولاتو ترڅنګ، د کلیوالو ښځو لاسي صنایع هم نندارې ته کېږدي.

د دغه نندارتون جوړوونکی احمدمسېح عظیمي وايي: «په دغه نندارتون کې ۸۰ غرفې لرو. په دغو غرفو کې د بلخ د تکړه ښځو بېلابېل لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.»

په مزارشریف ښار کې د ایران سرکونسل سیدحسن یحیویي بیا په دغه نندارتون کې ژمنه وکړه چې راتلونکي کې به د ایران او افغان ښځو د لاسي صنایعو او کلتور پېژندلو په موخه د دواړو هېوادونو ګډ نندارتون جوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخ کې د لاسي صنایعو تولیدوونکې ښځې غوښتنه کوي چې له هېواد دباندې دې هم ورته نندارتونونه جوړ شي. دوی وايي، د افغان ښځو د لاسي صنایعو اصلي پېرودونکي بهرنیان دي او په‌کار ده چې له هېواده بهر ورته د نندارتون جوړېدو اسانتیاوې برابرې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام