Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان کې له دوو اوونیو راهیسې د وژنو پېښې زیاتې شوي

جرم_های-جنایی-q0ng71g8tbtomqgi3tchw1qdmad9dwvpyz50hbukqw

د سلام‌وطندار له لوري د را ټولو شویو معلوماتو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د ترور او وژنو پېښې زیاتې شوي او ټولیزې رسنۍ یې هره ورځ یو یا تر هغه زیات خبرونه خپروي.

په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، په دوو وروستیو اوونیو کې (د غبرګولي له یوویشتمې تر د چنګاښ له درېیمې) پورې په ۱۲ ولایتونو کې د ترور او وژنو ۱۶ پېښې شوي، خو دا شمېر بیا په تېرو دوو اوونیو کې (د غبرګولي له اتمې تر یوویشتمې) پورې په پنځو ولایتونو کې شپږو پېښو ته رسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو شمېرو پر بنسټ، یوازې په تېرو دوو اوونیو کې د وژنو پېښو کې ۶۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یادو پېښو له ډلې تازه هغه یې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د تېر حکومت د ملي امنیت ریاست د یوې کارکوونکې بي‌بي زهرا وژل کېدل دي.

د بي‌بي‌ زهرا زوی فرید سلام‌وطندار ته ویلي چې مور یې د تېرې دوشنبې په ورځ د سهار نهه بجې د شخصي کار سر ته رسولو په موخه له کوره وتلې وه او مړی یې د همدې ورځې په مازدیګر پنځه بجې د هلمند په ولایتي روغتون کې وموند.

بي‌بي زهرا، په هلمند کې د تېر حکومت د ملي امنیت وژل شوې کارکوونکې

نوموړی زیاتوي: «دا دروغ ده چې له کوره تښتول شوې او دوه درې وروسته یې مړی موندل شوی. د هماغې ورځې تر یوې بجې مو زنګ ورته وواهه، ځواب یې کړ او له هغه وروسته یې ټیلیفون کار پرېښود. د وژل کېدو لامل یې روښانه نه‌دی.»

په همدې حال کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وايي: «دا خبر پرون را ورسېده چې یوه مېرمن وژل شوې ده. موږ د دې پېښې د عاملانو پیدا کولو په هڅه کې یوو.»

د جوزجان ولایت د شبرغان ښار یو ۲۳ کلن اوسېدونکی جنت‌ګل بیا د غبرګولي په دوه‌ویشتمه په یوه بله پېښه کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د جنت‌ګل پلار میرزابای سلام‌وطندار ته ویلي چې زوی یې له چا سره دوښمني نه لرله او د خپل خُسر له کور څخه د راتلو پر مهال د لارې په اوږدو کې وژل شوی دی. هغه وايي: «د دې پېښې عامل تر اوسه روښانه نه‌دی. موږ هم حیران یوو چې هغه چا وژلی. زموږ غوښتنه دا ده چې د دې پېښې عامل پیدا شي.»

نجیب‌الله هم د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالي اوسېدونکی و چې ناپېژنده وسله‌والو د غبرګولي په شپږویشتمه وواژه.

د هغو ۱۶ پېښو عاملان چې په تېرو دوو اوونیو کې وژل شوي، د ۱۲ عاملان ناپېژنده وسله‌وال او د څلورو نورو هم خپلوان ښودل شوي دي. په دې ډله کې د څلورو پېښو لاملونه کورنی تاوتریخوالی، حقوقي دعوې او شخصي دوښمنۍ ښودل شوې دي.

بله‌خوا یوه امېندواره ښځه د غبرګولي په دوه‌ویشتمه د هرات ښار په فرقه سیمه کې د خپل لېورزيي له لوري په چاکو وژل شوې ده.

د هرات د امنیې قومانداني د رسنیو څانګې آمر عبدالله انصاف وايي: «دغه هلک په ایران کې اوسېده. کله چې بېرته راغی، څه موده وروسته یې خپله میرنۍ مور په چاکو ووژله او خپله وتښتېده. دا قضیه تر کشف لاندې ده.»

د یادو ۱۶ پېښو له ډلې چې په تېرو دوو اوونیو کې شوي، درې یې په بادغیس، دوه په کابل او دوه نورې هم په ننګرهار کې وې. همدارنګه، روزګان، هلمند، جوزجان، هرات، تخار، نیمروز، کندهار، سرپل او فاریاب په تېرو دوو اوونیو کې د یوې یوې پېښې شاهدان وو.

د امنیتي او جنايي برخې شنونکي بیا د قانون نه پلي کېدل، د وژنو اړوند دوسیو نه څېړل، بې‌وزلي، وزګارتیا او شخصي دوښمنۍ په افغانستان کې د وژنو پېښو د زیاتوالي لاملونه بولي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د جرم پېژندنې برخې څېړونکی حبیب‌الله عاقلي وايي چې د کاري فرصتونو برابرېدل د وژنو او نورو جرمونو په را کمولو کې اغېزناک تمامېدلی شي. هغه وايي: «وزګارتیا او پر اروايي ناروغیو د انسان اخته کېدل کولای شي چې د وژنو په ګډون، د جرمونو کچه لوړه کړي. بله‌خوا کله چې یو کس څوک وژني او بیا سزا نه ورکول کېږي، نورو ته انګېزه ورکوي.»

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «په ځینو موردونو کې د هېواد په پلازمېنې او ولایتونو کې که د وژنې په څېر کوم جنايي جرم کېږي، د پولیسو له څېړنو وروسته یاده قضیه له رسنیو سره شریکوو.»

د یادونې ده چې په دغه راپور کې ځای شوې شمېرې د هغو پېښو پر بنسټ دي چې په رسنیو کې خپرې شوي او رسمي سرچینو هم په تېرو دوو اوونیو کې د ۱۶ پېښو له ډلې یوازې نهه هغه تایید کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام