Asset 1SWN

پنجشېر کې یوه کس خپل د «تره زوی» وژلی

5b9a9bbb-4848-47f0-a226-326cf3b80cb6

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په رُخه ولسوالي کې یو کس د خپل تره د زوی له لوري وژل شوی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده د رُخې ولسوالي د ولسوال له قوله نن یکشنبه د غويي ۳۱مه سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون شنبه د غويي ۳۰مه د رُخې ولسوالي اړوند ګلستان کلي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې او قاتل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. په ورته مهال د وژل شوي کس کورنۍ پر یاد کس د قصاص غوښتونکي دي.

په ورته مهال دوه ورځې وړاندې په پروان ولایت کې هم یو ۵۵کلن کس د خپل تره د زوی له‌خوا وژل شوی و.

پېښه پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د یاد ولایت د بګرام ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې وه. د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي سلام‌وطندار ته د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي و چې دغه کس د ټوپک په ډزو وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د حبیبي په وینا، وژل شوی کس ۵۵کاله عمر لري او د خپل تره د زوی له لوري وژل شوی دی. نوموړي په دې اړه نور جزیات ور نه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې قاتل له سیمې تښتېدلی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام