د سوداګرۍ او پانګونې خونه: ا.ا دې د مالیې ورکوونکو کاروبار ته په کتو د مالیې کچه وټاکي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور مسوولان د ا.ا د هغې طرحې هرکلی کوي چې له مخې به یې له خصوصي سکټور څخه کمه مالیه اخیستل کېږي.
د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونې رییس یونس مومند وايي، افغان سوداګر پر خصوصي سکټور د مالیې له کمېدو سره سره له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د مسافروړونکو ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو له لوړو بیو د خلکو شکایت

د یوشمېر هغو ولایتونو اوسېدونکي چې له ولایتونو څخه کابل ته سفر کوي، د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو له لوړې بیې څخه شکایت کوي.

د تخار اوسېدونکی لعل‌جان چې د کار او مزدورۍ لپاره کابل ته راغلی، وايي چې د ځمکني ټرانسپورټي شرکتونو د ټکټونو بیې خورا لوړې دي او په وینا یې، خلک تر ډېره د ټکټونو لوړو بیو له کبله سفر ته زړه نه ښه کوي.

کابل کې یوه خیریه بنسټ زده‌کړو ته د نجونو هڅولو په موخه کتابتون جوړ کړی

هېواد کې د نجونو زده‌کړو پر وړاندې له ستونزو سره سره د کابل لوېدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز مسوولانو د یوه خیریه بنسټ په همکاري کې دغه مرکز کې زده‌کړو ته د نجونو د هڅولو په موخه یو کتابتون جوړ کړی دی.

د تېر کال د تلې میاشتې په اتمه نېټه پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید په پایله کې لسګونه کسان ووژل شول او یو‌شمېر نور ټپیان شول.

غزني کې د «لاسي بم» چاودنې یو ماشوم وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالي کې له تېرو جګړو څخه پاتې د لاسي بم چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی دی.

پېښه نن یکشنبه د غويي ۳۱مه سهار د ده‌یک ولسوالي اړوند «تاسنګ» کلي کې رامنځته شوې ده.

سپین‌بولدک کي یوې ۲۲کلنې مېرمنې ځان‌وژنه کړې

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي مسوولان وايي چې دغه ولسوالي کې یوې ښځې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

د مسوولانو په وینا، پېښه پرون شنبه د غويي ۳۰مه د سپین‌بولدک ولسوالي د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «سپینې ګومبتي» سیمه کې شوې ده.

پنجشېر کې یوه کس خپل د «تره زوی» وژلی

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په رُخه ولسوالي کې یو کس د خپل تره د زوی له لوري وژل شوی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده د رُخې ولسوالي د ولسوال له قوله نن یکشنبه د غويي ۳۱مه سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون شنبه د غويي ۳۰مه د رُخې ولسوالي اړوند ګلستان کلي کې رامنځته شوې ده. په ورته مهال دوه ورځې وړاندې په پروان ولایت کې هم یو ۵۵کلن کس د خپل تره د زوی له‌خوا وژل شوی و.

د ای‌پي‌اېل د لیګ پړاو وروستۍ دوه لوبې نن کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د لیګ پړاو وروستۍ دوه لوبې کېږي چې یوازې یوه لوبډله به «پلې اوف» یا نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړي.

د نن ورځې لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې چې له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیل شي، ممبی انډیینز به له سنرایزر حیدراباد سره ولوبېږي.