Asset 1SWN

پروان کې یو کس د خپل «تره د زوی» له‌خوا وژل شوی

Bagrambazaar

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یو کس د خپل د تره زوی «اکاه زوی» له‌خوا وژل شوی دی.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د یاد ولایت د بګرام ولسوالي اړوند سیمه کې شوې ده. د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي سلام‌وطندار ته د پېښې د تایید ترڅنګ وايي چې دغه کس د ټوپک ډزو وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د حبیبي په وینا، وژل شوی کس ۵۵کاله عمر لري او د خپل د تره زوی له لوري وژل شوی. نوموړي په دې اړه نور جزیات ور نه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې قاتل له سیمې تښتېدلی او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پروان د امنیې قومنداني ویاند د یادې پېښې لامل او انګېزه کورنۍ ستونزې وبللې. دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام