Asset 1SWN

پروان کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري یو کس وژل شوی

Bagrambazaar

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري یو کس وژل شوی دی. پېښه د پروان مرکز چاریکارو ښار کې رامنځته شوې ده.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده وسله‌والو پرون پنج‌شنبه د کب ۱۸مه ماښام د چاریکار ښار اړوند «میان‌شاخ» کلي کې دغه کس وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پروان د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، وژل شوی کس عبدالقاهر نومېده او شاوخوا ۴۵ کاله عمر یې لره.

محمدکامران حبیبي همداراز ویلي، تراوسه روښانه نه ده چې دغه کس ولې او د چا له‌خوا وژل شوی، خو په وینا یې، امنیتي ځواکونو خپلې څېړنې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تېره شپه هم دغه ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی و. له دې سربېره په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه پروان، کاپیسا او فاریاب کې ورته پېښې زیاتې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام