د کابل-کندهار لویې لارې یوشمېر مسافر او موترچلوونکي د دغې لویې لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي او له حکومت غوښتنه کوي چې یاده لویه لاره دې ورغوي.
که څه هم له تېرو دوو لسیزو راهیسې د کابل ـ کندهار لویې لارې مسافرو او موټرچلوونکو په وار وار د یادې لارې د رغېدو غوښتنه کړې، خو د دوی په وینا چې نوي حکومت یې هم غوښتنو ته پام نه دی کړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل-کندهار لویې لارې یوشمېر مسافر او موټرچلوونکي وايي، پر یاده لاره د تګراتګ او د ناروغانو لېږد پرمهال تل له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د کابل ـ کندهار لویېلارې یوه مسافر نورالرحمن وویل: «سفر مو تر کندهار وو چې له دې خوا تللو هم د ډېر ستونزو او مشکلاتو سره مخ شوو، ځکه سړکونه خراب دي. دا لویه لاره ده، دا لاره ډېر ولایتونه سره وصلوي، دې لاري ته باید توجو وشي، زموږ غوښتنه ده چي دا لاره جوړه کړي.»
د کابل ـ کندهار د لویې لارې موټرچلوونکي هم د لارې له خرابوالي شکایت لري. احسانالله چې د زابل- کندهار ترمنځ مسافر وړونکی موټر چلوی، وايي، پخوا به له کندهار څخه کلات ته په درېوو ساعتونو کې رسېده، خو اوس نږدې شپږ ساعته کې رسېږي.
هغه وویل: «سړکونه اړول شوي، موږ د لارې په اوږدو کې شپږ- اووه ځایه لاره خامه ده، موږ به پخوا له قلات څخه تر کندهار پورې په درې ساعتونو کې تللو، خو اوس شپږ ساعته وخت نیسي.»
د ا.ا د ټولګټو چارو وزارت مسوولان په دې اړه څه نه وايي. خو د زابل د ټولګټو رییس مولوي احمد احمدي وايي، د دغه ولایت او کندهار ترمنځ د لارې اوږدو کې یې یو لړ رغنیزې چارې پیل کړي چې په بشپړیدو سره به يې شکایتونو ته یو څه رسېدنه وشي.
د هغه په خبره، په دغو رغنیزو چارو کې چې ښايي تر دوو کلونو وخت ونیسي، د ۷ لویو پلونو، تر سلو د زیاتو وړو پلچکونو او د شاوخوا ۱۷۹ کیلومتره سړک رغول شاملېږي .
نوموړي وویل: «د پښ کندي څخه د کندهار تر ښاريصفا پورې موږ په پلان کې لرو چې د دوو قراردادي شرکتونو پرمټ دا لویه لاره جوړه کړو، اوس یې عملآ کارونه روان دي. دې کې لوی پلونه او پلچکونه شامل دي او کېدای شي، څه باندې دوه کیلومتره لاره ونیسي.»
د کابل ـ کندهار لویهلار چې ۴۸۳ کیلومتره اوږدوالی لري، ۱۷۰ کیلومتره يې یوازې له زابل ولایت څخه تېرېږي. دا په داسي حال کې ده چې د کابل ـ کندهار لویېلارې ترڅنګ، هېواد ځینې نورې لویېلارې هم بیارغونې ته اړتیا لري.