د کابل-کندهار لویې لارې د خرابوالي له امله د موټرچلوونکو او مسافرو شکایت

د کابل-کندهار لویې لارې یو‌شمېر مسافر او موترچلوونکي د دغې لویې لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي او له حکومت غوښتنه کوي چې یاده لویه لاره دې بېرته ورغوي. د کابل-کندهار لویې ‌لارې یوشمېر مسافر او موټرچلوونکي وايي، پر یاده لاره د تګ‌راتګ او د ناروغانو لېږد پرمهال تل له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

زابل کې ټرافیکي پېښې ۱۴ کسان مړه کړي

د زابل د والي سکرټر عبدالحکیم حاکمي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا ټرافیکي پېښه پرون مازدیګر د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې له یوه ټونس سره د ۴۰۴ ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب نذیر حریفال وايي، ټپیان روغتون ته ور وړل شوي چې د دوو هغو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د لویو لارو خرابوالي له کبله د بدخشانیانو ستونزې

د بدخشان د یوشمېر لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د لویو لارو نه موجودیت په اړه شکایت کوي. د بدخشان ښار په ګډون، د اتو ولسوالیو اوسېدونکي تل په دې برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دې وروستیو کې یوشمېر ټرافيکي پېښو هم ترې قربانۍ اخیستې دي. دوی د بدخشان پر چارواکو تور لګوي چې د ستونزو د حل په برخه کې یې بې‌غوري کوي.