Asset 1SWN

د ماورای کوکچې ولسوالیو د لارو خرابوالی؛ «هرکال لسګونه ناروغان مري»

راه-مواصلاتی-تخار

د تخار د کوکچې سیند غاړو ته د پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د لارو خرابوالي له امله هرکال لسګونه ناروغان روغتون ته تر رسېدو مخکې د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تخار کې د کوکچې سیند غاړو ته د پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د مرکز تالقان ښار او د دغو ولسوالیو ترمنځ مواصلاتي لارې خرابې دي چې د خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادو ولسوالیو اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وویل چې د لارو خرابوالي له کبله یې هرکال ګڼ‌شمېر ناروغان د تخار ولایتي روغتون ته تر رسېدو مخکې د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د تخار اوسېدونکي: عبدالکریم وویل: «هغه ناروغان چې د ماورای کوکچې ولسوالیو څخه مرکزي روغتون ته لېږدول کېږي، د لارو د خرابوالي له امله هر کال له ۳۰ تر ۵۰سلنه ناروغان روغتون ته د لېږد پرمهال لارو کې خپله ساه ورکوي.»

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی عزیزالله ناصري بیا د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د یاد سړک د رغولو چارې پیل کړي، څو پر اوسني حکومت د خلکو باور زیات شي. د نوموړي په وینا: «د سړک کار باید پیل کړي، څو پر حکومت د خلکو اعتماد زیات او سیمه کې د ابادۍ لامل شي.»

په اړه یې د تخار دوو اوسېدونکو عبدالکریم او عزیزالله ناصري سلام‌وطندار ته وویل:

په ورته وخت کې د تخار د ټولګټو ریاست مسوولان وايي، روان کال به دغه ولایت کې د شپږو نا بشپړو شویو پروژو چارې پیل شي.

د تخار د ټولګټو رییس امیرخان حُذیفه وویل: «ماورای کوکچه څلور سترې پروژې لري چې د جمهوریت پرمهال د څلور میلیارډ افغانیو په ارزښت څلورو شرکتونو ته ورکړل شوې وې چې هر شرکت له ۲۰ تر ۳۰ سلنه کار کړی. خو له تحولاتو وروسته همداسې پاتي. د دې پروژو تمویلونکی نړیوال بانک دی چې کارونه یې افغانستان کې درېدلې دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تخار کې د کوکچې سیند غاړو ته د پرتو ۷ ولسوالیو اوسېدونکي د دغه ولایت نمايي نفوس جوړوي چې له جمهوریت دورې څخه تراوسه، معیاري مواصلاتي لارو او روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي څخه شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام