د کندوز ښار څو کیلو مترۍ کې د جګړو د پراخېدو سره‌هم‌مهاله د وسله‌والو طالبانو له لوري د دغه ښار د بیا نیولو اندېښنې ډېرې شوي دي. په ولسي جرګه د کندوز د خلکو استازیو او د دغه ولایت مدني فعالانو نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې خبرداری ورکړ، که د حکومت بې غوري همداسې دوام وکړي، کندوز ښار به د درېیم ځل لپاره د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

دوی د کندوز محلي او د حکومت مرکزي چارواکي د دغه ولایت د امنیت د ټينګولو په برخه کې په ناغېړۍ تورنوي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی بصیر رسولي وایي، طالبان د کندوز د والي دفتر ۵۰۰ مترۍ ته رارسېدلي او که حکومت په دې برخه کې جدي اقدام ونه کړي، کندوز به یوځل بیا د طالبانو لاس ته ورشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کندوز یو‌شمېر مدني فعالان وایي، د وسله‌والو طالبانو د بریدونو د ډېروالي له امله کندوز ښار ته د بې‌ځایه شویو کورنیو پراخې څپې راماتې شوي چې په بد وضعیت کې ژوند کوي. دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له بې‌ځایه شویو سره مرسته وکړي.

په کندوز کې مدني فعال شکېبا جواد هاشمي وایي چې د دغه ولایت ټولې ۹ ولسوالۍ سقوط شوي او یوازې د کندوز ښار او امنیه قومنداني د دولت تر کنټرول لاندې دي.

هغې زیاته کړه چې کندوزیان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په روغتونونو کې د بېړنیو مرستو درمل خلاص شوي، برښنا نشه او  د مخابراتي شبکو فعالیتونه هم په ټپه درېدلي چې تراوسه دفاع وزارت هم په دې اړه، تراوسه څه نه دي کړي.

په ورته مهال د کندوز امنیتي مسوولان د خلکو اندېښنې پرځای بولي او ډاډ ورکوي چې په راتلوونکو څو ورځو کې به د دغه ولایت امنیتي وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.



بل‌خوا د کندوز امنیه قومندان فرید مشعل وایي، دغه ولایت کې د رامنځ ته شوي امنیتي وضعیت ته په کتو، یو‌شمېر زیاتو کندوزیانو وسله‌ پورته کړې، څو د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د خپلو سیمو امنیت خوندي او دفاع وکړي.

هغه وویل: «دښمن له څو لوریو پر کندوز ښار او ولسوالیو پراخ بریدونه کړي چې پر شا تمبول شوي دي. له نن شپې د کندوز په ټولو سیمو کې چاڼیز او د سیمو د بېرته نیولو عملیات پیلېږي. د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوو چې په دې برخه کې هېڅ راز اندېښنه ونه کړي. مونږ له خپلو هېوادولو ساتنه کولای شو.»

طالبان په وروستیو څو ورځو کې په دې بریالي شوي چې د کندوز ولایت یو‌شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي چې ورسره یې د کندوز ښار دروازو ته ځانونه رسولي دي. کندوز ښار اندېښنه لري چې دغه ښار به یوځل بیا د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام