په کوچني اختر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له درې ورځني اوربند وروسته په یو‌شمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو بریدونو زور اخیستی چې ورسره د دغه ولایتونو د اوسېدونکو اندېښنې یې راپارولي دي.

د هېواد په سوېل د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې همدا بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی او د دې ولایت د ضربتي کنډک رييس ارکان له یوه بل سرتېري سره وژلی او  درې پولیس سرتېري یې ټپیان کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زابل ولايتي شورا رییس عطاجان حق‌بیان سلام‌وطندار ته وایي چې بېګاه شپه۱۰ بجې وسله‌والو طالبانو د کلات ښار پر ‌یوشمېرکمربندي پوستو برید کړی چي په پایله کي یې د زابل د عملیاتي کنډک رئیس ارکان محمد‌نسیم توخي او یو پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

په ورته مهال په زابل کې یوه بله سرچینه بیا وايی، په دغې نښته کې یوه امنيتي پوسته هم سقوط شوې ده. د زابل ځایي اوسېدونکي وایي چې طالبانو پرون د دغه ولايت د شاجوۍ ولسوالي په بازار کي تر ماښام ناوخته په ښکاره تګ راتګ کاوه.
د دغه ولایت، د ولايتي شورا رییس حق‌بیان وایي، زابل له سخت امنیتي ګواښ سره مخ دی او که په دې اړه ورته پاملرنه ونه شي، نو دا ولایت به سقوط او د ستر بشري ناورین سره به مخ شي.



وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسؤولیت منلی او رسنیو ته يې په یوه استولي پیغام کې ویلي چي افغان سرتېرو ته يې  درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده. خو د زابل مرستیال والي عنایت الله هوتک له سلام‌وطندار سره د مرکې پر مهال د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د د غه ولایت د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي موجوده ده او چا ته به اجازه ور نه کړي، څو د زابل ولایت امنیت ګډوډ وکړي. هغه وویل چې سیمې ته یې تازه دمۍ سرتېرې استولي او اوس هلته امنیت ټینګ شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په زابل کي ټول مېشت امنیتي ځواکونه د دفاع او  چاڼیزو پوځي عملیاتو وړتیا لري او کولای شي چې د دغه ولایت امنیت خوندي کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام