په پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي. پېښه نن سهار د یاد ولایت د زرمت ولسوالي اړوند د «کولالګو» په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عمر بدري سلاموطندار ته پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې شخړه د دوو کورنیو ترمنځ د «لارې» پر سر رامنځته شوې چې له امله یې د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عمر بدري همداراز ویلي، پېښه کې د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او درې ټپیان دي او له بلې کورنۍ بیا پنځه کسان ټپیان شوي دي. د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې د یادې پېښې ټپیان د ګردېز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې په وینا یې، د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي او شخړو پېښې زیاتې شوې چې له امله یې ځینې کسان ټپیان او وژل شوي دي.