Asset 1SWN

ډنډپټان کې سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی

IMG-20221122-WA0019

د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه سلګونه کسانو نن په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستان پر ضد لاریون کړی چې لا هم روان دی.

دغه لاریون په یاده ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو له لوري د ملکیانو پر کورونو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی. لاریون کوونکو پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له خپل تیري لاس واخلي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د ملېشو له‌خوا په ډنډپټان ولسوالي کې له یوې اوونۍ راهیسې د ملکیانو پر کورونو بریدونه شوي چې د راپورونو له مخې، په یادو بریدونو کې ځینې ملیکانو وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

یوه لاریونوال سلام‌وطندار ته وویل: «د پکتیا ټول قومونه راټول دي، زموږ د افغانستان د هغو مشکلاتو په سر چې پاکستان زموږ په خاروه تجاوزه او تعرض کوي، موږ ظالم نه یو، موږ له هیچا سره هم تعصب نه‌لرو، خو موږ دې ته راټول یو چې څوک هم زموږ په یوه لویشت خاوره هم غصب کوي او یا یې لاندې کوي، موږ ټول قومونه اماده یو، په یوه لوېشت خاوره به خپل سرونه قربانوو، خپله وینه به تویوو، د پلار او نیکه را پدې‌خوا هم خپلې وینې په توییې کړې او دافغانستان له اسلامي امارت نه او د افغانستان له ناموس او خاورې نه به په کلکه دفاع کوو، څوک چې زموږ په خاوره تېری کوی، موږ جنګ ته اماده یو.»

بل‌خوا په ډندپټان کې یوې دولتي سرچینې بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون د دفاع وزارت یو پلاوی هم یادې ولسوالي ته د پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره ورغلی، خو په وینا یې، له پاکستاني لوري سره مذاکرات بې‌پایلې پای ته رسېدلي دي.

د سرچینې په خبره،  پاکستاني لوري غوښتنه کوله چې اسلامي امارت دې د هغه سړک کارونه ودروي، کوم چې د اغزن تار سره خواته تېریږي، خو د اسلامي امارت پلاوي یې دا غوښتنه نه ده منلې.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وایي، په فرضي کرښه ځینې وخت ستونزې رامنځته کېږي او اسلامي امارت نه غواړي چې له کوم ګاونډي هېواد سره نښته وکړي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت هم له ګاونډیو هېوادونو د ورته اقدام غوښتنه لري.

نوموړي وویل: «په ځینو سرحدي سیمو کې د ځینو محلي ستونزو له امله نښتې کېږي، خو د اسلامي امارت دې ته متعهد دی چې له یوه ګاونډي هېواد سره هم باید برخود ونشي، ځکه د افغانستان خلک تازه ارام شوي نه غواړو چې د خلکو دا ارامتیا له‌منځه ولاړه شي. خو په عین وخت کې غواړو چې خپلې سرحدي کرښې او خپله خاوره وساتو او همدا شان د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ګډه کمیټې کار شروع کړی او دوامداره غونډې کوي چې په راتلونکي کې مخنیوي وشي.»

همداراز د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني ملېشو د بریدونو له امله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او د یاد ولایت نورو امنو سیمو ته کډه شي.

په ورته مهال پرون دوشنبه د لړم ۳۰مه د یادې سیمې اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي و چې د پاکستاني ملېشو له لورې د ملکیانو پر کورونو د درنو وسلو د بریدونو له امله سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

یادو بې‌ځایه شویو کورنیو زیاته ویلي، د ډنډپټان ولسوالي د ستیا، څپرې، ځاځي‌اباد، لنډي راغه او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي اړ شوي چې د پاکستاني ملېشو د بریدونو له امله نورو خوندي سیمو ته کډه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام