احدي: سویس کې مو د افغانستان د درې‌نیم میلیارډه ډالرو پر دوران خبرې وکړې

د افغانستان پر امانت صندوق د څارنې بورډ لومړنۍ غونډه پرون په سویس کې جوړه شوه.
د افغانستان بانک پخواني رییس او د افغانستان د امانت صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دې غونډه کې یې د درې‌نیم میلیارډه ډالرو پر دوران کې اچولو بحث کړی دی.

کابل کې د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا دیارلسم نړیوال نندارتون جوړ شو

افغان سوداګرو او پانګه‌والو نن په کابل کې د سوداګرۍ او صنایعو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو په همکاري د اقتصادي بهیر د پیاوړتیا دیارلسم نړیوال نندارتون جوړ کړ. د سوداګرو او پانګه‌والو ټولنې حقوقي سلاکار محمدعاطف داعي وايي، د دغه نندارتون د جوړېدو موخه یې کورنیو محصولاتو، لاسي صنایعو او تولیداتو ته ښه بازارموندنه ده.

ډنډپټان کې سلګونه کسانو د پاکستان پر ضد لاریون کړی

د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه سلګونه کسانو نن په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستان پر ضد لاریون کړی چې لا هم روان دی. دغه لاریون په یاده ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو له لوري د ملکیانو پر کورونو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی. لاریون کوونکو پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له خپل تیري لاس واخلي.

یونیسف راروان ژمي کې ۱۱۱۰۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره نغدي مرسته کوي

 د ژمي په رانږدې کېدو سره افغانستان کې د بشري ناروین د ژورتیا په اړه د اندېښنو په لړ کې د ماشومانو لپاره د ملګرو‌ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي، راروان ژمي کې به له ۱۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړي. دا په داسې مهال دی چې پرون د سره صلیب نړیوال کمېټې ویلي، افغانستان کې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.