Asset 1SWN

د افغانستان بانک سبا چهارشنبه ۱۷میلیونه ډالر لیلاموي

dollars

د افغانستان بانک وايي چې د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات په موخه سبا چهارشنبه د لیندۍ دویمه د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک هېواد کې پر شرایطو برابر له ټولو خصوصي بانکونو او د پولي او صرافۍ شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال یاد بانک زیاته کړې چې د لیلامۍ ګټونکي باید د لیلام ورځې له پای ته رسېدو مخکې خپل ټول حسابونه تصفیه کړي. د افغانستان بانک له دې وړاندې هم هېواد کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتنې په موخه بازار ته ډالر وړاندې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دغه بانک همداراز د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د لړم پر ۲۹مه نېټه ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام