د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د لیندۍ شپږمه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن شنبه د لیندۍ پنځمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو خصوصي بانکونو او د پولي خدمتونو له صرافیو او شرکتونو غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.