Asset 1SWN

غزني کې یوه کس ځان او یوه اووه‌لس کلنه نجلۍ سوځولي

ghazni-py35lty60ycy3nbf8cir00vx48nba4qgok8eifjn9k

د غزني امنیتي مسوولان تاییدوي چې دغه ولایت کې یوه کس په خپل موټر کې ځان ته اور اچولی او وژلی دی.

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد کس عبدالبشیر نومېده او پرون مازدیګر یې د دغه ولایت په «ګذرګاه سخي» کې هغه مهال ځان ته اور اچولی چې یوه اووه‌لس کلنه نجلۍ هم ورسره ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دې پېښه کې عبدالبشیر وژل شوی او نجلۍ هم ۸۰ سلنه سوځېدلې چې اوس په کُما کې ده.

سره له دې چې دا پېښه پېچلې برېښي، خو د غزني د امنیې قومانداني د ویاند په خبره، د دوی د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، یاد کس خپله ځان ته اور اچولی او موټر یې هم په بشپړ ډول سوځېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر اوسه روښانه نه‌ده چې عبدالبشیر له یادې سوځېدلې نجلۍ سره څه تړاو لري او ولې یې ځان او هم دا نجلۍ سوځولې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام