د سلام‌وطندار خبریال محمدداوود مبارک‌اوغلو نن د کابل دشت‌برچي کې د بېګانیو چاودنو ځای ته ورغلی او هلته یې د غبرګو چاودنو د جزیاتو ترڅنګ، له خلکو سره د هغوی پر حال غږېدلی دی.

محمدرضا د چاودنو سیمه کې د لاسي توکو پلورونکی دی. هغه چې تېر ماښام د چاودنو پر مهال سیمه کې و، سلام‌وطندار ته د سترګو لیدلی حال داسې ویلی: «له وحشته ډک غږ وشو. وروسته مو مالونه پرېښودل او ولاړو. د شپې تر نهو بجو یې سیمې ته څوک نه پرېښودل. درې څلور ټپیان مې ولیدل.»

محمدرضا او څو نور کسان چې سلام‌وطندار سره یې خبرې کړي، د پېښې له ځایه یوازې څو متره لرې پر کارونو بوخت وو.

سره له دې چې د تېرې ورځې چاودنو دوی وېرولي، خو د بې‌وسۍ او بې‌وزلۍ له امله نن سهار بېرته په هماغې سیمه کې خپل کار کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لاسي توکو یو بل پلورونکی ناصر علي وايي: «یو سوپ‌پلورونکی او د هغه شاګرد ټپیان شول. یوه سیاسره هم ټپي وه. زموږ ځینې توکي مات شوي او لکه د شامپو او د وېښتانو د غوړیو کوتي مو مات شوي دي.»

د پېښو عیني شاهدان د چاودنو له منفي اغېزو سر ټکوي. محمدجمعه چې په یاه سیمه کې اوسېږي، د یوې شپې په تېرېدو سره یې لا هم غوږونه کار نه کوي.

یو بل عیني شاهد حبیب‌الله هم له ورته ستونزې سره مخ دی. هغه وايي چې چاودنې په غوږو کوڼ کړی او کله چې پېرودونکي یې هټۍ ته ورشي، دی یې خبرې نه اوري.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران بېګاه سلام‌وطندار ته دوه پرله‌پسې چاودنې تایید کړې. د هغه په خبره، دواړه چاودنې پر دوو بایسیکلونو د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله شوي او له کبله یې پنځه ملکیان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي ډاډ ورکوي. هغه له خلکو غواړي چې له امنیتي ادارو سره هم همکاري وکړي.

د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي کې تر دې مخکې هم چاودنې او وسله‌وال بریدونه شوي دي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي و چې د تېر یوه کال پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو پر مهال شاوخوا ۷۰۰ مذهبي لږکيو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کابل کې د تېر ماښام له چاودنې پرته پر مذهبي لږکیو د شپاړسو بریدونو له ډلې د ۱۳ هغو مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام