د کابل-کندهار لویه لاره یوه مهمه لاره ده چې د هېواد سوېلي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي. د کابل-کندهار د لويې لارې یوه مهمه برخه له غزني ولایت څخه تېرېږي او د دې لويې لارې دواړو غاړو ته د دغه ولايت له لسو زياتې ولسوالۍ پرتې دي. خو د دې لويې لارې له بيارغونې سره پر دې لاره د ټرافيکي پيښو کچه په بېسارې توګه زياته شوې ده.
حاجيمحمد چې يوه اوونۍ وړاندې یې د کابلـغزني پر لویې لارې ټرافيکي پېښه کړې وايي، د موټرچلوونکي نه احتیاط لامل شوی چې موټر ټکر کړي او د ده په ګډون پنځه کسان پهکې ټپیان شي.
هغه زیاتوي: «څو ورځی مخکی ما خپله موټر ټکر کړ. د خدای فضل و چې زه هم لږ ټپي شوم؛ له ما سره دوه نور کسان هم ټپیان شول. د بل موټر چلوونکي بېغوري وه، ډېر ګړندی روان و. د هغه موټر کې هم څو کسان ټپیان وو او زموږ موټر کې هم. څه موده کېږي چې سړکونه جوړ شوي، خلک بېغوري کوي.
د غزني یو بل اوسېدونکى اسلامالدين وايي، څه موده وړاندې د کابل-کندهار پر لویې لارې د ټرافيکي پېښې له امله یې يوه خپلوان ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه د غزني د ټرافيکو مديريت له مسوولانو غواړي چې د ټرافيکي پېښو د راکمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د کابل-کندهار د لویې لارې یوشمېر موټرچلوونکي وايي، د موټرچلوونکو ګړندی تګ او نه احتياط د ټرافيکي پېښو د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.
یو موټرچلوونکی ظفرخان وايي: «مخکې د موټرو سرعت ډېر کم و، دومره ټکرونه نه وو. په لس یا پنځلس کیلومټرۍ کې یو جمپ و، اوس چې سړک تر باران کلا پورې په معیاري توګه جوړ شوی او د موټروانانو سرعت دومره زیات دی چې هېڅ نه کنټرولېږي.»
د غزني د امنیې قومانداني د ټرافيکو مديريت د شمېرو له مخې، د تېرو څلورو مياشتو پر مهال په دغه ولايت کې ١٣٥ ټرافيکي پېښې ثبت شوي چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د غزني د ټرافیکو مدیر نوراحمد رهبر وايي: «په ولایت او ولسوالیو کې ۱۳۵ ټرافیکي پېښې شوي چې له ډلې یې نږدې ۳۰ هغه پېښې دي چې د خلکو لاسونه او پښې پهکې ماتې شوي او ټولټال اته کسان پهکې مړه شوي دي.»
په ورته وخت کې د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي هم د کابل-کندهار پر لویې لارې د ټرافیکي پېښو زیاتوالی تاییدوي او وایي، د دې لارې بيارغونه، د موټرچلوونکو نه احتياط او په تېرو څو اوونيو کې د واورې او باران اورښت د دغو پېښو اصلي لاملونه دي.
هغه زیاتوي: «د غزني امنیې قومانداني د ټرافیکو مدیریت تل موټرچلوونکو ته لارښوونه کړې او درسونه یې ورته پیل کړې دي؛ سیمینارونه دي چی باید موټروانان خپله د ټرافیکو قوانینو په پام کې نیولو سره موټر وچلوي.»
د يادونې ده چې د کابل-کندهار د لويې لارې د بيارغونې چارې د روان کال په لومړيو کې د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت لهخوا پيل شوې وې او اوس د سړې هوا له امله بېرته درېدلې دي. د غزني د ټولګټو چارو ریاست د مسوولانو په وینا، د دې لویې لارې شاوخوا ۷۰ سلنه برخه بیارغول شوې او پاتې ۳۰ سلنه چارې به یې هم د هوا په تودېدو سره پیل شي.