مجاهد: د «اعدام حکم» عملي کول د افغانستان کورنۍ موضوع ده، نړیوال دې لاسوهنه نه کوي

د اسلامي امارت سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د «اعدام حکم» پر عملي کولو او د خلکو په مخ کې د څو کسانو پر را ځړولو د نیوکو په غبرګون کې وايي، نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. هغه ټینګار کوي چې د اعدام حکم عملي کول د خلکو د غوښتنو، اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ کېږي.

افغان ملي بانک خلکو ته د اسانتیا برابرولو لپاره د ټرافیکو ریاست کې څانګه پرانېزي

د ټرافیکوعمومي ریاست او افغان ملي بانک نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د موټرچلوونکو د تادیاتو پروسې د اسانولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ به د ټرافیکو ریاست کې د افغان ملي بانک يوه څانګه پرانېستل کېږي.

غزني کې د څلورو میاشتو پر مهال ۱۳۵ ټرافیکي پېښې شوي

د کابل‌-‌کندهار لویه ‌لاره یوه مهمه لاره ده چې د هېواد سوېلي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي. د کابل‌-‌کندهار د لويې‌ لارې یوه مهمه برخه له غزني ولایت څخه تېرېږي او د دې لويې لارې دواړو غاړو ته د دغه ولايت له لسو زياتې ولسوالۍ پرتې دي.
خو د دې لويې لارې له بيارغونې سره پر دې لاره د ټرافيکي پيښو کچه په بې‌سارې توګه زياته شوې ده.

د بادغیس ټولې مواصلاتي لارې تړل شوي

د بادغیس محلي مسوولان د سختې واورې اورېدو له امله د دغه ولایت د ټولو مواصلاتي لارو د تړل کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس د ځمکني ټرانسپورټ مدیر محمدعمر عزت وايي، په دغه ولایت کې د سختې او دوامدارې واورې د اورېدو له امله د قلعه‌ نو‌-‌هرات لویې لارې په ګډون، د ټولو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

غزني کې یوې ناوې ځان را ځړولی او وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي، یوې ناوې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالي کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغې ناوې نن (د کب لسمه، د پنجشنبې ورځ) د قره‌باغ ولسوالي په مزدورکي سیمه کې د خپل پلار په کور کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

هلمند کې د کور چت را لوېدلی او د یوې کورنۍ د څلورو غړیو ژوند یې اخیستی

د هلمند ځایي مسوولان وايي، تېره شپه د دغه ولایت د ناوې ولسوالي په خرابي سيمه کې د اورښتونو له امله د یوه کور چت را لوېدلی او له کبله یې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په مړو شویو کسانو کې دوه ماشومان، یو نارینه او یوه ښځه شامل دي.

د محمدوف او متقي لیدنه؛ «ترکمنستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابروي»

د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابرې او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړي. نوموړي دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.