Asset 1SWN

هلمند کې د کور چت را لوېدلی او د یوې کورنۍ د څلورو غړیو ژوند یې اخیستی

هلمند دد

 د هلمند ځایي مسوولان وايي، تېره شپه د دغه ولایت د ناوې ولسوالي په خرابي سيمه کې د اورښتونو له امله د یوه کور چت را لوېدلی او له کبله یې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، د تېرو درېوو ورځو راهیسې په دغه ولایت پر‌له‌پسې اورښتونه روان دي او تېره شپه په ناوې ولسوالي کې د زیات اورښت له کبله د خرابې په پوټیانو سیمه کې د حاجې سورګل اکا د کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.

په مړو شویو کسانو کې دوه ماشومان، یو نارینه او یوه ښځه شامله ده.

د ریاض په وینا، ښاروالي او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوولانو خلکو ته د سېلابونو راوتلو او ترې د ځان خوندي کولو په اړه د عامه پوهاوي ورکولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه له هلمندیانو غواړي چې د اورښتونو او سېلابونو پر مهال له زړو کوټو څخه ووځي او د ځان ژغورنې او خوندیتوب ته پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام