Asset 1SWN

د افغانستان سوړ ژمی؛ ۱۶۶ کسان مړه شوي او ۸۰ زره څاروي له منځه تللي

SARMA-E-SHADID-q1894h09l7zqd3h2a1j5sfacgowfzzwbhoaxqfv5ag

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سږني ژمي سړې هوا، سېلابونو او ګازو له کبله په هېواد کې ۱۶۶ کسان مړه شوي او ۸۰ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دغه وزارت مالي او اداري رییس عبدالرحمان زاهد سلام‌وطندار ته ویلي: «له بده مرغه په ۲۴ ولایتونو کې د سړې هوا، سېلابونو او ګازو له کبله ۱۶۶ کسان شهیدان شوي او ۲۲ نور ژوبل دي. له ۱۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي او ۸۰ زره څاروي له منځه تللي دي. دغه وزارت تر اوسه له ۳۰ زره کورنیو سره مرسته کړې او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې نوره مرسته هم وکړي.»

په همدې حال کې د غور یو اوسېدونکی عبدالظاهر وایي، همدا تېره اوونۍ یې یو ماشوم د سړې هوا له امله مړ شوی دی.

هغه زیاتوي: «زه د څلور-‌پنځه‌ کسیزې کورنۍ سرپرست یم، څلور ماشومان لرم چې یو یې د یخنۍ له کبله ومړ. که مرسته راسره و نه‌شي، نور ماشومان به مې هم له منځه ولاړ شي.»

د بدخشان اوسېدونکی بصیر بیا وايي چې سړې هوا یې د خاله د زوی یو ماشوم ترې اخیستی او اوس د کور تودولو وسه نه لري. نوموړی له مرستندویه ادارو غواړي چې له بدخشانیانو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، اوس په هېواد کې ۱۰ میلیونه کسان بیړنیو لومړنیو او ۲۰ میلیونه نور عادي مرستو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم دې ټولنې پرون هم له ۴۷ زره کورنیو سره مرستې کړي، خو په وینا یې، اړمنې کورنۍ ډېرې دي او نړیوالې ټولنې ته په‌کار ده چې له افغانستان سره نوره مرسته هم وکړي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس کابل ته د خپل سفر پر مهال افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې په روان ساړه ژمي کې شپږ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام