هېواد کې د سړې هوا له بېسارې څپې سره د کابل ښار او یوشمېر سړو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د څښاک اوبو له کمښت یا هم نشتون سره مخامخ دي.
د کابل ښار اوسېدونکي وارث شینواری او اجمل شېرزاد وايي، کورونه یې ته د اوبو ورغلي نلونه یخ وهلي چې له کبله یې ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دوی په وینا، د سړې هوا له کبله اوبه په نلونو او د اوبو ذخیرو کې یخ وهلي او دوی اړ دي چې معدني اوبه وپېري او ویې کاروي.
خو کابل کې د اوبو رسونې دولتي شرکت مرستیال محمدنسیم صمیم سلاموطندار ته ویلي چې د ښاریانو ستونزو نه خبر دي او د ژرترژره حل کېدو لپاره یې هڅې کوي.
نوموړی وايي، که څه هم نلونه یې سټنډرډ دي، خو بیا هم په بېسارې توګه د هوا په سړېدو سره یخ وهلي چې له کبله یې خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي. هغه زیاتوي چې د خلکو د اوبو کمښت ستونزه به حل کړي.
په ورته وخت کې د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي هم د سړې هوا له امله د اوبو د کنګل کېدو له ستونزو سر ټکوي.
د بلخ د چمتال ولسوالي اوسېدونکی کریم وايي: «ماشومان دلته راغلي چې کورونو ته اوبه یوسي، خو اوبه نشته، نه د کور او نه هم د حیواناتو لپاره شته چې ورکړل شي. د اوبو ټولې سرچینې کنګل شوي، په بېل او کولنګ یې هم یخ نه ماتېږي چې اوبه ترې راووځي.»
د فاریاب اوسېدونکی عبدالرسول هم وايي: «خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري او د فاریاب اوسېدونکي د اوبو کمښت له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سږنی ژمی تر تېرو هغو ډېر سوړ دی او خلک له یوې خوا د سونتوکو د پېرلو وسه نه لري او بلهخوا د برښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده. د راپورونو له مخې، سړې هوا یوازې له تېرو څو ورځو راهیسې په ځینو ولایتونو کې یوشمېر کسان هم مړه کړي دي.