Asset 1SWN

سلام وطندار

د برښنا پرچاوۍ او د سون‌توکو د لوړې بیې په اړه د کابل ښاریانو شکایت

058a0000-0aff-0242-38a5-08dacad8215d_cx0_cy67_cw99_w1200_r1

د هوا په سړېدو سره یوشمېر کابل ښاریان د برښنا پرچاوۍ او د سون‌توکو د لوړې بیې په اړه شکایت کوي او وايي، له یوې خوا یې کورونه تیاره دي او بله‌خوا یې د تودولو لپاره سون‌توکي نه لري.

د کابل ښار اوسېدونکی روح‌الله د برښنا پرچاوۍ له کبله پر برښنا شرکت نیوکه کوي او وايي، په درې څلورو ورځو کې یوازې دوه‌درې ساعته برښنا لري. هغه سلام‌وطندار ته ویلي، لرګي او د ډبرو سکاره نه لري او همدا لامل دی چې د برښنا پرچاوۍ یې ژوند سخت کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل یو بل اوسېدونکی حمید بیا په ښار کې د سون‌توکو د لوړې بیې په اړه شکایت کوي او وايي، د کورونو تودولو لپاره د یادو توکو د پېرلو وسه نه لري او د برښنا پرچاوۍ یې ستونزې دوه‌برابره کړې دي.

کابل کې د یوې مطبعې مسوول فریدون چې د خپلو ورځنیو چارو د پر مخ وړلو لپاره دوامداره برښنا ته اړتیا لري، هم شکایت کوي چې د برښنا پرچاوۍ یې چارې ټکنۍ کړې دي.

په همدې حال کې د افغانستان برښنا شرکت بېګاه د خبرپاڼې په خپرولو سره هېواد ته له ازبکستان څخه د راغلې برښنا د پرې کېدو خبر ورکړ.

د دغه ریاست په وینا، ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له کبله برښنا پرې شوې ده. دوی که څه هم د دې ستونزې د ژر حل خبر ورکړ، خو خلک شکایت کوي چې تر دې مخکې یې هم په برښنا دمه نه‌ده جوړه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا لومړی ځل نه‌دی چې کابل ښاریان او نور هېوادوال د برښنا پرچاوۍ او د سون‌توکو له لوړې بیې شکایت کوي، بلکې هر کال د هوا په سړېدو سره برښنا او سون‌توکو ته د خلکو لاسرسی کمېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام