Asset 1SWN

د زابل د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي: ژمي کې له روغتیايي خدمتونو محروم یوو

zabul

د زابل د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د ژمي په رارسېدو سره د بېلابېلو ننګونو ترڅنګ هېڅ ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د زابل د نورو ولسوالیو ترڅنګ د شاجوی ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ژمي پر مهال یې مرکز ته غځېدلې لاره تړلې وې او له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د شاه جوی ولسوالي اوسېدونکي محمدنبي وویل: «زموږ شاوخوا چې کوم روغتیايي مرکزونه دې هر یوه ته یې باید درې ساعتونو مزل پر ځان ومنو، ژمي کې چې واورې او بارانونه وشي، زموږ هغه ښځینه ناروغانې چې ولادي ناروغي ولري، د ماشوم سره یو ځای خپل ژوند د لاسه ور کوي.»

خو د زابل د عامې روغتیا مسوولان د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه د هڅو پیلولو خبر ورکوي.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وویل: «بلکل موږ همدا اوس د همدې موږ اړوند بېړنۍ ناسته درلودل، موږ کوښښ کوو چې د ټولو امکان پزیرو لارو څخه  د ولسي وګړو یادو روغتیايي ستونزو ته د امکان تر بریده رسېدنه وکړو.»

په ورته وخت کې د زابل د ټول‌ګټو چارو رییس مولوي احمد احمدي هم د ژمي پر مهال د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د لارو د تړل کېدو ستونزه تاییدوي، خو زیاتوي چې په ولایتي کچه د پیل شویو هڅو ترڅنګ یې له مرکز سره هم دا موضوع شریکه کړې ده.

نوموړي وویل: «دا ستونزه یوازې ژمې کې نه کله کله دوبي کې هم موجودوي. موږ څو ځلې بېړنۍ ناستې کړي، مرکز ته هم وړاندیزونه کړي، ۱۲ ولسوالۍ دي، ۱۰ یې داسې دي چې د واورو او بارانونو له کبله یې تل لارو کې ستونزي جوړېږي او د ټول‌ګټو چارو ریاست هم د ماشینرۍ له کمښت سره مخ دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زابل اوسېدونکي داسې مهال د ژمي پرمهال روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي خبره کوي چې دغه ولایت کې څو ځلي د موسمي او نه تشخیص شویو ناروغیو له امله ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام