Asset 1SWN

د اریوب ځاځي اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لرو

IMG_0997

د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالي اوسېدونکي وايي چې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ځاځي اریوب اوسېدونکي حافظ‌الرحمن سلام‌وطندار ته وايي چې د ټولې ولسوالي په کچه یو روغتون لري او په سمه توګه خلکو ته روغتیايي خدمتونه نشي وړاندې کولی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د حافظ‌الرحمن په وینا، د یادې ولسوالي د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي د ژمي په موسم کې د روغتون لرې‌والي له امله خپل ناروغان پر وخت روغتیايي مرکز ته نشي رسولی او وخت ناوخت ناروغ روغتون ته له رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکوي.

نوموړي وویل: «باید موږ ته په اعلی کچه ډاکټران راکړل شي، هغه ډاکتران چې هغه رښتیا له طب نه خلاص وي، دلته میډوایف او نرسان کار کوي، خو موږ ته داسې ډاکټران ندي راکړل شوي چې هغه رښتیا معالجه وکړلی شي او خلکو د علاج برخې ته ورسېږي، بل رښتیا دا چې موږ ته باید درمل راکړل شي کوم درمل چې مرسته کېږي، باید معیاري وي داسې نه چې موسمي درمل راکوي، د یو موسم درمل په بل موسم کې راځي.»

د اریوب ځاځي د اوسېدونکو په وینا، د دې ولسوالي مرکز ته غځېدلې لارې هم خرابې دي چې خلک يې له امله خپل ناروغان مرکز ته هم نه شي رسولای.

د پکتیا اریوب ځاځي ولسوالي ځایي مسوولان وايي چې په روغتیايي برخه کې د خلکو پر وړاندې د شته ستونزو مخنیوي لپاره هڅې کوي.

په ورته مهال د یادې ولسوالي، ولسوال عبیدالله ذاکري وویل چې د شته ستونزو په اړه يې د ولایتي ادارې مسوولانو سره خبرې کړي او هغوی يې د حل ژمنه ورسره کړې ده.

نوموړي وویل: «د عامې روغتیا رییس ته مو خبره کړې ده چې دلته دوی د روغتیا په برخه کې کوم مسوولیت لري او په بار بار مو ورته توصیه کړې چې تاسو د خلکو ښه خدمت وکړئ او خلکو ته ښې اساتنیاوې برابرې کړئ. خلکو ته ښه درمل برابر کړی. په مخ کې مو که هر خنډ و چې تاسو نشو لرې کولی، موږ ته ووايئ چې هره ستونزه مو درلوده چې موږ درسره مرسته وکړو. کوښښ مو دا دی چې که کومه ستونزه وه او زموږ په وس نه کېده، هغه بیا له ولایت سره مشوره کو بیا له هغوی هدایت او لارښونه غواړو او چې ولایت هر هدایت او لارښونه موږ ته وکړه بیا به د هغه په اساس له خلکو سره کمک کوو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اریوب ځاځیو اوسېدونکي زیاتوي چې ډېر کلونه کېږي د دې ولسوالي د عمومي لارې د پخولو، د زده کړو، کرنې او بیارغونې برخه کې د شته ستونزو مخنیوي ژمنې ورکړل شوي، خو تراوسه په یادو برخو کې عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام