د پکتیا د والي مرستیال عزیزالرحمن منصور نن دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۳ کلیزې د نمانځنې په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې امانالله خان د افغانستان تر ټولو لوی دښمن او په وینا یې، نوموړي هېواد ته په لومړي ځل بې دیني راوړې ده.
عزیزالرحمن منصور امانالله خان درواغجن او د اوسنیو ناخوالو اصلي لامل بللی دی. هغه همداراز زیاته کړه چې امانالله خان په هېڅ غزا کې ګډون نه دی کړی او د نوموړي په ټکو چې غازي هم نه دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «نن موږ او تاسو افغانستان کې وینو، غازي امانخان یادېږي، حقیقت باید وګورو چې دا کوم غازي ده. ده کومه غزا کړې ده او افغانستان ته یې څه راوړه. افغانستان چې څومره ناخوالو سره مخ شوی، دا خو د دې درواغجن غازي کړنې دي. افغانستان ته بې دیني اول دې درواغجن راوړې ده.»
اسلامي امارت د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۳ کلیزې په تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې د غازي امانالله خان له نوم یادولو پرته افغانانو ته د دې ورځې مبارکي ورکړې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په همدې حال کې د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د اسلامي امارت چارواکو نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۳ کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.