د پکتیا د والي مرستیال: امان‌الله خان د افغانستان تر ټولو لوی دښمن و

د پکتیا د والي مرستیال عزیزالرحمن منصور نن دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۳ کلیزې د نمانځنې په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې امان‌الله خان د افغانستان تر ټولو لوی دښمن او په وینا یې، نوموړي هېواد ته په لومړي ځل بې دیني راوړې ده.

یعقوب مجاهد: د اسلامي ارزښتونو خلاف د چا فرمایشونه نشو منلی

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف د چا فرمایشونه نشي منلی او نه به هم ورته غاړه کېږدي. نوموړي پرته له دې چې د کومې ډلې یا هېواد نوم واخلي، وویل چې ځینې کړۍ غواړي د قوم، ژبې او سمت په نوم د افغانانو ترمنځ بېلتون رامنځته کړي او خپلو موخو ته ځان ورسوي.