Asset 1SWN

سیگار: تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان لپاره د امريکا ۱۹ ميليارده ډالره مرستې حيف او ميل شوي

1456932-ox8ff5udogfrc18y8hhqvtwa1lrlpwexuk81rj4xhw

 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان لپاره د امريکا ۱۹ ميليارده ډالره مرسته حيف او ميل شوې ده.

راپور کې راغلي چې سيګار د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ مياشتې له پيله د ۲۰۱۹ کال د ډېسمبر تر ۳۱مې ڼېټې پورې  له افغانستان سره د امريکا پر مرستو کتنه کړې او موندلي يې دي چې ۲۰۱۸ کال کې چې ۱۵.۵ ميليارده ډالره حيف او ميل شوي وو، راپور يې خپور شوی، اوس ۳.۴ ميليارده ډالره نور هم حيف او ميل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۰۲ مالي کال له پيله د ۲۰۱۹ کال د ډېسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د امريکا کانګرس د افغانستان بيارغونې لپاره ۱۳۴ ميليارده ډالره مرسته ځانګړې کړې.

سيګار د ۶۳ ميليارده ډالرو مرستو له ارزونې وروسته وموندل چې د ۲۰۰۹ کال مې مياشتې نه د ۲۰۱۹ کال د ډېسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې شاوخوا ۱۹ ميليارده ډالره مرسته حيف او ميل شوې ده.

د سيګار په دې راپور کې راغلي چې له ۱۳۴ ميليارده ډالرو مرستې، ۱۰۶ ميليارده يې نشه‌يي توکيو سره د مبارزې لپاره ځانګړي شوي وو چې افغانستان له نشه‌يي توکيو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام