ښاریان: د هبت‌الله اخند‌زاده وروستی لارښود ښکاره «ظلم» دی

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد د تېرې اوونۍ د پنج‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌ازده له قوله یوه سپارښتنه خپره کړې چې پربنسټ یې، د ا.ا پر چارواکو بې‌ځایه تور لګول شرعي جواز نه لري.

په همدې حال کې یو‌شمېر هېوا‌دوال وايي چې د اسلامي امارت د مشر وروستۍ فرمان ښکاره ظلم دی. .

تاجکستان کې د سیمو د هېوادونو ناسته؛ شنونکي: پایله به ونه‌لري

ټاکل شوې چې نن په تاجکستان کې د روسیې، هند او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډون یوه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي. ویل کېږي چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت په تړاو خبرې وشي.

د افغانستان د هوايي حریم په اړه اندېښنې؛ پخواني جنرالان: خوندي نه دی

دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې له افغان خاورې د ازبکستان پر ترمز ښار راکېټي بریدونه شوي دي. ا.ا که څه هم دغه موضوع رد کړه، خو شمالي ولایتونو کې د ازبکستان هوايي ځواک د افغانستان په خاوره هوايي ګزمې وکړې. د لوګر، پنجشېر او بلخ په څېر ځینو نورو ولایتونو کې هم د نامشخصو بې‌پېلوټه الوتکو د ګرځېدو ادعاوې شوې.