په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې له افغان خاورې د ازبکستان پر ترمز ښار راکېټي بریدونه شوي دي. اسلامي امارت که څه هم دغه موضوع رد کړه، خو شمالي ولایتونو کې د ازبکستان هوايي ځواک د افغانستان په خاوره هوايي ګزمې وکړې.

د لوګر، پنجشېر او بلخ په څېر ځینو نورو ولایتونو کې هم د نامشخصو بې‌پېلوټه الوتکو د ګرځېدو ادعاوې شوي دي. همداشان څو ورځې مخکې د پاکستان هوايي ځواکونو پر خوست او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځینې پخواني پوځي چارواکي چې نه‌غواړې نوم يې خپور شي، د هېواد د فضايي حریم نه‌خوندیتوب په اړه اندېښنه ښيي. دوی وايي، افغانستان پر خپل فضايي حریم کنټرول نه‌لري او همدا دلیل دی چې ډېری وخت بهرنۍ بې‌پېلوټه او نورې الوتکې د افغانستان پر فضا لیدل کېږي.

د دوی په خبره، اسلامي امارت باید هرڅه ژر د نړیوالې ټولنې باور خپل کړي چې د نورو ستونزو ترڅنګ به پر خپل فضايي حریم هم کنټرول ترلاسه کړي.

هغه وویل: «مونږ رادار نه لرو، هغه رادار چې مو درلود او د افغانستان حریم یې کنټرول کاوه، هغه امریکا له منځه وړی. نوی رادار نه‌لرو، هوایي حریم زمونږ په کنټرول کې نه‌دی او ډېرې بهرنۍ الوتنې نشته او اقتصادي تحریمات هم دي.»

د افغانستان د هوایي ځواک پخوانی مدافع قومندان وهاب وردګ هم په دې اړه سلام‌وطندار ته ځینې معلومات لېږلې او په‌کې يې ویلي، افغانستان له ډېر پخوا د هوایي دفاع سیستم درلود چې په ۱۳۵۷ کال کې دا سېسټم ډیر پرمختللی و او پیاوړی پرسونل او قوي تخنیک یې درلود.

د هغه په خبره، دغه فضايي او دفاعي سېسټم د بګرام، کندهار، شینډنډ او مزارشریف له هوایي ډګرونو څخه اداره کېده، خو د سوق او ادارې ځای يې د کابل «خواجه‌رواش» کې وو.

دی زیاتوي چې یاد هوايي او دفاعي سېسټم له رادار، جیت‌الوتکو، د راکېټ قوې او دافع هوا څخه جوړ شوی وو. هغه همدارنګه وویل، دا سېسټم تر۱۳۷۱ کاله پورې فعال وو، خو کله چې امریکا افغانستان ته راغله، د اسېسټم کمزوری شو.

نوموړي وویل: «له بدمرغه امریکا ټول هوایي دفاعي سېسټم له منځه یو وړل او نوی سېسټم یې هم جوړ نه کړ. اوس د پآکستان په ګډون بل هر هېواد کولای شي، تېری وکړی، ځکه مونږ هوايي دفاعي سېسټم نه‌لرو او په دې اړه ما یوه طرحه پخواني حکومت ته وړاندې کړې وه چې ۹ ملیارده ډالر ورباندې لګښت راتلو.»

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسلکي معین کیپتان غلام جیلاني وفا وویل، هوایي حریم دوه برخې لري، یوه یې نظامي ده چې ځان ته بېل رادار سېسټم باید ولري او بله یې ملکي برخه ده چې اوس هم د کابل هوايي ډګر کې فعاله رادار شتون لري.

هغه وویل: «کابل کې یو رادار فعاله دی چې د کابل د میدان شاوخوا تر ۵۰ ماتیکل ماله پورې یوازې ملکي الوتکې لیدلای شي او خپله الوتکه ترانسپندر لري چې ان وي او یوه دستګاه په الوتکه کې هم وي او یو ځمکنی رادار دی چې موج ورڅخه ځي الوتکې ته او له هغه ځایه کود کېږی او الوتکه په سکرین معلومېږي.»

د موضوع په تړاو د دفاع وزارت د غبرګون په ترلاسه کولو بریالي نه‌شو، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د هوایي حریم په اړه د ستونزو پړه په پخواني نظام وراچوي.

دی وایي، بهرنیو ځواکونو افغانستان څخه د وتو پرمهال رادار سېسټم له منځه وړی او د ګټې اخیستو وړ نه دی.

هغه وویل: «اسلامي امارت هڅه کوي، ټول هغه نواقص چې امنیتي برخو کې دي، پوره کړي. خو د دې مسوولیت ټول هغې ادارې ته ورګرځي چې له اسلامی امارت نه وړاندې د تېښتې پرمهال د هېواد شتمني او مهم د مبرم ضرورت وړ سېسټمونه ویجاړ کړل. مونږ اوس د هغو په ترمیم مصروف یو.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه مورد کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس رفیع‌الله صمیم ویلي، د تېرې یکشنبې په شپه نامشخصو ډرون الوتکو  د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا پر فضا ګزمه کړي چې د اسلامي امارت نظامیانو پرې ډزې هم کړي او د ګرځېدو مخه یې نیولې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د هوايي حریم نه‌خوندیتوب په اړه اندېښنې داسې حل کې مطرح کېږي چې امریکايي رسنیو څه موده وړاندې د دغه هېواد د پوځي چارواکو په خبره رپوټ ورکړی وو چې د لوژیستیکي ننګونو ترڅنګ، بهر څخه افغانستان کې د ګواښونو د څار او شنډولو وړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام