د سیاسي چارو یو‌شمېر شنونکي وايي چې د اسلامي امارت مسوولان پرته له دې چې یو ځانګړی او روښانه پلان ولري، په نړیوالو غونډو کې ګډون کوي.

د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو کارپوه خپلواک ځاځی وايي، د اسلامي امارت مسوولان د نورو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له استازیو سره په ناستو کې پر ځانګړو مواردو او دا چې کومې موضوع ته لومړیتوب ورکړي، پرته له ځانګړي پلان او طرحې څخه ګډون کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د سیاسي چارو یو بل شنونکی سید باقر محسني په دې باور دی چې طالبان په تېرو کلونو کې په جګړه بوخت وو او په سیاسي برخه کې ډېره تجربه نه لري.

د محسني په وینا، له همدې امله اسلامي امارت په نړیوالو اړیکو کې له ستونزو سره مخ دي او له هېوادونو سره پر اړیکه جوړولو کې هم خپلې ستونزې لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د اسلامي امارت پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشري تېره اوونۍ د اروپا او امریکا له استازیو سره د خبرو په موخه قطر ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اسلامي امارت له مسوولانو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې، له افغانستان سره د بشري مرستو، د اقتصادي وضیعت او له دې هېواد څخه د امریکايي او افغان وګړو، په خوندي توګه د اېستلو په اړه خبرې کېږي.

خو د اسلامي امارت ویاندویان وايي، د دوحې هوکړه، د کنګل شویو پیسو ازادول او د ډیپلوماتیکو فعالیتونو دوام، هغه موضوعات دي چې له امریکايي لورې سره پرې خبرې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اروپا او امریکايي استازیو سره د اسلامي امارت خبرې پرون په دوحه کې پیل شوي دي. له اروپايي استازیو سره خبرو نن هم دوام درلود او ټاکل شوې چې سبا د اسلامي امارت پلاوی له امریکايي لوري سره د دوه ورځو لپاره خبرو ته دوام ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام